د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پوتین به د بشري حقونو درناوي لپاره فشار راوړم: جو بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره چې په جون کې به وګوري نو د بشري حقونو درناوي لپاره به فشار پر راوړې.

ټاکل شوې چې دواړه ولسمشران د جون پر ۱۶مه د سوېټزرلینډ په جېنیوا ښار کې سره وګوري.

دغه کتنه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ ترینګلتیا لا زیاته شوې.

ولسمشر بایډن د مې پر ۳۰مه (یکشنبه/اتوار) په جګړو کې د وژل شویو امریکایانو لمانځنې ورځې په مناسبت وینا کې وویل، دی په راتلونکو دوو اوونیو کې په جېنیوا کې له ولسمشر پوتین سره ګوري او دا به ورته څرګنده کړي چې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو پر مسله دوی بې پرې نه شي پاتې کېدای.

سپینې ماڼۍ د تېرې جمعې پر ورځ وویل چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه کتنه به پر ټاکلي وخت ترسره شي.

د بایډن ادارې د سایبري حملو ترڅنګ د کرېملیې د کلک سیاسي مخالف الېکسي نوالني د زنداني کېدو په خاطر هم پر روسیې نیوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG