د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د جاسوسۍتورونو پر بنياد پر يو فرانسوي سیلګر مقدمه چلوي


بېنجمن برر
بېنجمن برر

په ايران کې د نيول شوي فرانسوی سيلګري وکيل تاييد کړې چې څارنوالان به بېنجمن برير د جاسوسۍ او حکومت ضد تورونو پر بنیاد مقدمه کړي.

۳۵ کلن فرانسوی وګړی بېنجمن برير د ۲۰۲۰ز کال د مې په مياشت کې په ايران کې نيول شوي چې په مبينه توګه يې د ترکمنستان پولې ته نېږدې په غير ممنوعه سيمه کې یې ډرون الوځولو او عکسونه يې اخيستل.

که پر نوموړي په ايران کې د جاسوسۍ تورونه ثابت شول نو د مرګ سزا ورته اورول کېدای شي. په ايران کې د حکومت خلاف پروپېګنډې سزا له دریوو مياشتو تر يو کال پورې ده.

د بېنجمن برير وکيل سيد دهقان د مې پر ۳۰مه، وويل چې ايراني چارواکو ورته د پلټنو بشپړيدو ويلي او څارنوالانو د مقدمو چلولو خبر هم تاييد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG