د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه له امریکايي او روسي سفارتکارو سره لیدلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پاکستان کې د امریکا شازدافيرې انګیلا ایګلیر د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتلي او ورسره يي د سیمې په امنیت او افغانستان کې د سولې په پروسه خبرې کړي دي.


د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ايي ایس پي ار) په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د مې پر ۲۸مه، په دې ملاقات کې د سیمې په امنیت، خپلمنځيو اړیکو او د افغانستان د سولې په پروسه کې په پرمختګونو خبرې شوې دي.

د امریکا شازدافیرې او د پوځ مشر دا لیدل ـ کتل په داسې وخت کې کړي دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوېده او په سیمه کې د امنیت لپاره سفارتي هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.

په پاکستان کې د روسیې سفیر ډانیلا وي ګنیش هم د مې په ۲۸مه، د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره لیدل کتل کړي دي. د پوځ د عامه اړیکو اداری (ايي اېس پي ار)په یو بیان کې ویلي، چې په دې ملاقات کې په خپلمنځيو دفاعي اړیکو او د افغانستان په چارو خبرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG