د لاسرسي ځای

تازه خبر

اندونیزیا یوې مشکوکې ایرانۍ بېړۍ ته د مخکې تګ اجازه ورکړه


هغه ایرانی بیرغ لرونکې بېړۍ چې د غیرقانوني تېلو وړلو په شک کې په اندونیزیا کې اېساره کړل شوې وه څلور میاشتې وروسته ورته د مخکې تګ اجازه ورکړل شوه. د ایران او اندونیزیا چارواکو د مې پر ۲۸مه د دې خبر پخلی وکړ.


دا له هغې وروسته ده چې د اندونیزیا یو عدالت د روانې اوونۍ په پېل کې د دغې بېړۍ د خوشې کولو فېصله واوروله او دا یې وویل چې د بېړۍ کپتان به بغېر له جرمانې تر دوو کلونو د ازمیښتې دورې لاندې وي.

پر ایران تور دی چې خپل تېل له هغې وروسته په پټه نورو ځایونو ته وړي له کله نه چې په ۲۰۱۸م کال کې واشنګټن د ایران سره له نړیوالو طاقتونو د ایټمي تړون نه ووت او امریکا پر ایران سخت بندیزونه بیا عملي کړل.

جکارتا ویلي دوی د (اېم ټي هارس) په نوم دغه ټینکر د جنورۍ په پای کې د دوی په اوبو کې د غېر قانوني تېلو وړلو په شک کې نیولی وو، خو ایراني چارواکي وایي دغه یوه تکنیکي مسله وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG