د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په کاپیسا او کونړ کې چاودنو درې کسان وژلي


د افغانستان په کاپیسا او کونړ کې په بمي بریدونو کې د یوه ملک په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د کاپیسا ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند، شایق شورش بېګا مشال راډیو ته وویل چې وسله والو بېګا ملک طاهر ته په لاره کې بم ایښی وو چې په چاودنه کې د نوموړي په ګډون درې کسان ووژل شول.

هلته پرون په کونړ کې د والي د ګاډو پر کاروان په بمي حمله کې دوه کسان ژوبل شوي. د کونړ والي اقبال سعید پرون تر پېښې وروسته پر فېسبوک په ویډیويي پیغام کې وویل، د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې یې سېکرټر او ساتونکی ژوبل شوي دي.

دی زیاتوي چې پېښه تېر مازیګر د ننګرهار په شاه برهان سیمه کې هغه مهال شوې چې دی له جلال اباده د کونړ مرکز اسعد اباد ته روان وو.

هم پرون سهار د جلال اباد په یاده سیمه کې د کامې ولسوال شریف الله فضلي په موټر پسې د نښلولي بم په چاودنه کې نوموړی، د هغه ساتونکی او یو ولسي وګړی ژوبل شول.

د درېواړو حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG