د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت اوربند او خبرو ته حاضر دی: صالح


امر الله صالح د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۶مه خوست کې ولسي غونډې ته وویل، طالبان له پوځي لارې جګړه نشي ګټلای.
امر الله صالح د ۲۰۲۱ز کال د مې پر ۲۶مه خوست کې ولسي غونډې ته وویل، طالبان له پوځي لارې جګړه نشي ګټلای.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال وايي که سوله "یوه ورځ هم ځنډېږي او د افغانانو وژنه دوام پیدا کوي، مسوولیت يې طالبانو" ته ورګرځي.

امر الله صالح د مې ۲۶مې پر مازیګر په خوست کې یوې ولسي غونډې ته وویل، افغان حکومت سمدستي اوربند اعلانولو او خبرو پیلولو ته تیار دی.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې له پوځي لارې جګړه نه شي ګټلی خو د سولې له لارې امتیاز تر لاسه کولای شي. "اوس افغانان حاضر دي، چې تاسو ته امتیاز درکړي، چې موږ د تابوتونو احصایه کمه کړو، د وینې تویدو احصایه کمه کړو."

ده وویل، په جګړه کې د هر ولایت افغان سرتېري وژل کېږي چې ورڅخه ښکاري چې د هېواد ټول وګړي په ګډه د "خاورې لپاره قرباني ورکوي."

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی او طالبانو پر یو شمېر ولایتونو او سیمو بریدونه کړي دي. افغان حکومت په نښتو کې ګڼو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي او طالبان هم وايي چې په بریدونو کې یې سرتېري وژلي.

د مې پر ۲۴مه، د فلسطین، اردن، ترکیې، عراق او لبنان دیني عالمانو هم په یو وېډیويي کنفرانس کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه ناروا وبلله او ورڅخه یې وغوښتل چې د ملکي کسانو مرګ ‌ژوبله ودروي.

طالبان وايي، جګړه یې د "اشغال پای ته رسولو" لپاره ده. خو افغان ولسمشر اشرف غني وايي، له هېواده د بهرنیو سرتېرو د وتلو تر اعلان وروسته د طالبانو دلیل د منلو وړ نه دی او باید د سولې خبرو ته حاضر شي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د سېپټېمبر تر ۱۱مې به ټول سرتېري له افغانستانه وباسي.

په افغانستان کې اوسمهال له ۲،۵۰۰ څخه تر ۳،۵۰۰ پورې امریکايي او د ناټو اېتلاف شاوخوا ۷،۰۰۰ پوځیان دېره دي.

طالبانو په ۱۹۹۶ز کال کې کابل ونیو او پر افغانستان واکمن شول. په ۲۰۰۱ز کال کې چې هغوی د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن امریکا ته له سپارلو انکار وکړ نو د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش په اکتوبر کې پر افغانستان برید وکړ او طالبان یې له واکه لیرې کړل.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو مشري کړې او د ۲۰۲۰ز په فبرورۍ کې یې ورسره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG