د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د امریکا سفارت د خیریه کارکوونکې سېډني مایزل د موندنې غوښتنه تکرار کړې


د امریکا سفارت په ۲۰۰۸ز کال کې د سېډني مایزل دا انځور خپور کړی وو.
د امریکا سفارت په ۲۰۰۸ز کال کې د سېډني مایزل دا انځور خپور کړی وو.

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خیریه کارکوونکې د موندنې لپاره خپله غوښتنه تکرار کړې.

سفارت د مې پر ۲۵مه په یوه اعلامیه کې ویلي، د سېډني مایزل په اړه معلومات ورکوونکي کس ته به څه باندې پینځه میلیونه امریکايي ډالر انعام ورکړي.

د امریکا حکومت تېره اوونۍ هم د نوموړې د موندنې پر سر د جایزې اعلان کړی وو.

د امریکا د سفارت له بیان سره سم، وسله والو مایزل په ۲۰۰۸ز کال کې په کندهار کې له خپل ډرېور محمد هادي سره تښتولې وه.

ویل کېږي، نوموړې په کندهار کې د امریکا د یوې پرمختیايي ادارې لپاره د کار تر څنګ په کندهار پوهنتون کې د انګرېزي ژبې ښوونکې وه.

په کابل کې د امریکا شارژدافېیر او سرپرست راس وېلسن ویلي، تر ۱۳ کلونو وروسته غواړي پوه شي چې پر مایزل څه تېر شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG