د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې افغان کمانډو د طالبانو له یوه زندانه ۴۱ بندیان ازاد کړي


ارشیف، هرات کې امنیتي سرتیري
ارشیف، هرات کې امنیتي سرتیري

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان کمانډو ځواکونو په هرات ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۴۱ بندیان خوشې کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان بېګا شپه د طالبانو پر یوه زندان د کمانډو ځواکونو د چاپې پر مهال خوشې کړل شول: "زموږ ۴۱ تنه هېوادوال چې نولس سرتېري هم پکې ول، د پښتون زرغون ولسوالۍ په ماراباد سیمه کې د طالبانو له یو زندانه خوشې کړل شول."

فرهاد زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال اووه تنه طالبان چې د زندان ساتونکي وو، هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویندویانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG