برما: د پوځي جنتا او ځايي مليشا ترمنځ سخته جګړه پيل شوې
د برما مشرقي رياست شان کې د ځايي ملېشا او پوځي جنتا سرتېرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې له کبله يې زرګونه خلک کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. په برما کې پوځ د سږ کال فبرورۍ پر لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت يې ړنګ کړ چې پرضد يې په هېواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې. په دې اړه د ازادي اسيا راډېو ويډيويي رپورټ اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د فېسبوک تبصرې