د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسرايلو او فلسطیني وسله والو اوربند دې دوامداره شي: ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه
د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اسراييل او فلسطیني وسله والو ترمنځ د شوي اوربند د برقراره ساتلو غږ کړی دی.دا خبره شورا د مې پر ۲۲مه نېټه په يوه بیان کې کړې ده.

د دې شورا غړو فلسطېني وګړو او په تېره بيا د غزې اوسېدونکو ته په سمدستي توګه د بشري مرستو د ورکولو پر اړتيا هم ټينګار کړی دی.

د ۱۱ ورځو تر دوه طرفه بريدونو وروسته د مې پر ۲۱مه نېټه د مصر په هڅو اوربند شوی وو. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان يونيسېف ويلي چې په غزه کې تر یو لک زيات کسانو کورونه پرې اېښې دي او تر اته لکو زيات خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

د اسراييل او وسله والې ډلې حماس ترمنځ جګړه کې په غزه کې لږ تر لږه ۲۳۲ او په اسراييل کې ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ ټپیان دي. تر اوربند وروسته چې کله اسراييلو د عزې لارې خلاصې کړې نو د مې پر ۲۲مه نېټه د ملګرو ملتونو په ګډون د نړيوالو سازمانونو له خوا په دوايانو، خوړو او د سونګ مواد بار ټرکونه غزې ته ورسېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG