د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امنیتي سرتېرو په ډزو اته کسان ژوبل شوي: د کورمې خلک


د ضلعې د پولیسو مشر وايي، امنیتي سرتېرو د مظاهره کوونکو خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.
د ضلعې د پولیسو مشر وايي، امنیتي سرتېرو د مظاهره کوونکو خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

د مې پر ۲۱مه په کورمه کې په مبینه ډول د امنیتي سرتېرو په ډزو کې اته تنان ژوبل شوي دي.

د سیمې خلک وايي، هغوی غوښتل په صده کالونۍ کې د شیعه ذاکر خلاف مظاهره وکړي خو امنیتي سرتېرو پرېنښودل او ډزې یې پرې وکړې.

د ضلعې د پولیسو مشر طاهر اقبال د مې پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، مظاهره کوونکي له ډوګره ورغلي وو او غوښتل یې چې د صدې کالونۍ ته چې حساسه سیمه ګڼل کېږي ننووځي او هلته پرلت ووهي یا مظاهرې وکړي.

نوموړی وايي، د کالونۍ په دروازه کې ولاړو امنیتي سرتېرو د مظاهره کوونکو مخه ونیوله. هغه وړاندې وویل:

"کله چې امنیتي سرتېرو د مظاهره کوونکو مخه ونیوله نو هغوی پر پوځي تنصیباتو حملې شروع کړې نو امنیتي سرتېرو د هغوی د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې چې ځیني کسان سهوا ولګېدل. هلته څوک مړه شوي نه دي، البته لږ زخمیان دي."

د معلوماتو له مخې د مې پر ۲۱مه د جمعې د لمانځه نه پس په مسېزو کې د جوماتونو په لاسپیکرونو اعلانونه وشول چې خلک دې په ډوګر کې سره راټول شي ځکه چې د هغوی په وینا یو شیعه ذاکر د یو مذهبي شخصیت سپکاوی کړی دی.

وروسته خلک چې راټول شول نو د لاریون په شکل کې د صدې لورې ته روان شول، په لاره کې په امنیتي پوستو کې یې د مخنیوي هڅه وشوه خو هغوی په وړاندې تګ بریالي شول.

د پولیسو له ډزو وروسته لاریون کوونکي خواره واره شول او ژوبل کسان وروسته د صدې روغتون ته یوړل شول چې پکې د درو حالت ښه نه و کوم چې پېښور ته ولېږدول شول.

بلخوا پولیس وایي، هغوی د پېښې لومړنی تحقیقاتي راپور درج کړی او د پېښې پلټنې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG