د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د مې پر ۲۴مه کېږي


د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر د اپوزيشن ګوندونو په غوښتنه د اسمبلۍ غونډه د مې پر ۲۴مه وربللې ده.

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسين بابک د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، په خيبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته په هغو سيمو کې د پرمختيايي کارونو نه کېدو په ګډون ۳۰ نکاتي اجنډا يې په اسمبلۍ سېکرټرېټ کې جمع کړې ده.

له شمالي وزيرستانه د صوبايي اسمبلي غړی مير کلام وزير د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د اسمبلۍ په غونډه کې به له قبايلي ضلعو سره د حکومتي ژمنو خبره هم راپورته کوي.

بلخوا د اعلا وزير سلا کار عبدالکريم خان د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د قبايلي ضلعو تر څنګ د صوبې نورو سيمو پرمختيا لپاره ګڼې پروژې په پام کې نيول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG