د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د حکومت ناکامۍ له وجې غربت زیات شوی


شهباز شریف وايي، د حکومت تګلارو له وجې اقتصاد خراب شوی او بېروزګاري زیاته شوې - ارشیف انځور
شهباز شریف وايي، د حکومت تګلارو له وجې اقتصاد خراب شوی او بېروزګاري زیاته شوې - ارشیف انځور

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر دعوه کړې چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت د هغه هېواد "په تاریخ کې له ناکامه" حکومتونو یو دی.

میا شهباز شریف د مې پر ۲۰مه په چارسده کې د عوامي نیشنل ګوند د سیاستوالې بېګم نسیم ولي خان د فاتحې پر مهال وویل، په پاکستان کې اوسمهال ګرانۍ د ولس ژوند اغېزمن کړی خو په وینا یې، له وزیراعظم عمران خان د غریبانو "هېڅ فکر نه کوي."

بېګم نسيم ولي خان د مې پر ۱۶مه د ۸۵ کلونو په عمر د خیبر پښتونخوا په چارسده کې وفات شوه او پر هم هغه ورځ په ولي باغ کې خاورو ته وسپارل شوه.

شریف وویل، د حکومت د ناکامیو له وجې بې وزلي زیاته شوې، د هېواد اقتصاد خراب شوی او دا چې حکومت د کووېډ-۱۹ وبا کنټرول لپاره چې څنګه لازمه وه، هسې اقدامات ونکړل. "د دې ملک د معیشت بېړې غرقولو ذمه وار حکومت دی. په ملک کې بېروزګاري ده، ګراني خورا زیاته شوې، غریبي زیاته شوې او د عام وګړي ژوند ډېر ګران شوی دی – د یو وخت ډوډۍ نشي پیدا کولای. د کورونا وایرس وبا درېیمې څپې د دوی (حکومت) د کمزوریو او ناکامیو له وجې تباهي وکړه."

د پاکستان حکومت د شهباز شریف څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د اپوزیشن دا تورونه رد کړي. حکومت وايي، د هېواد خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅو ته یې دوام ورکړی.

اسلام اباد دریځ لري چې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا د نړۍ د ګڼو هېوادونو په څېر د پاکستان اقتصاد هم ځپلی. حکومت وايي، د وبا پر مهال د زیانمنو شویو خلکو لپاره یې تېر کال د مالي مرستو پروګرام پیل کړ چې په ۲۰۲۱ز کال کې یې ورته دوام ورکړی.

حکومت همداراز، د کووېډ-۱۹ وبا کنټرول لپاره د خپلې تګلارې دفاع کوي او وايي، اقداماتو یې نتیجه ورکړې چې له وجې یې د مې له ۱۷مې څخه د محدودیتونو نرمول پیل کړي.

د پاکستان حکومت زیاتوي چې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ واکسیني بهیر په سم ډول پر مخ روان دی او هڅه کوي چې په پړاوونو کې د هېواد وګړي واکسین کړي.

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

د کووېډ-۱۹ وبا د څار او کنټرول ملي مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د مې پر ۲۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې تر اوسه په هېواد کې تر ۱۱ لکه زیات خلک په بشپړ ډول واکسین شوي او شاوخوا ۲۵ لکه خلکو ته د واکسینو یوه ستن لګول شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG