د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بهرنیو پاکستانیانو خپل هېواد ته استوونکې پیسې په زیاتېدو دي'


په سعودي عرب کې مېشت پښتانه
په سعودي عرب کې مېشت پښتانه

د پاکستان مرکزي بانک د مې پر ۱۸مه پر ټوېټر په يوه بيان کې وويل، په هغو پيسو کې په پرله پسې ډول اضافه روانه ده چې په بهر کې کارکوونکي پاکستاني وګړي يې له قانوني لارو په هېواد کې خپلو کورنيو ته لېږي.

د بيان ترمخه، د دې پيسو کچه تېره اپرېل مياشت تر بل هر وخت لوړه يعنې ۲،۸ اربه ډالره رېکارډ شوې.

د پاکستان وزيراعظم هم پر دې بيان خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې ده تل بهر مېشتو پاکستانيو وګړو ته د پاکستان د تر ټولو لوی اثاثې په سترګه کتلي دي.

عمران خان هم د مې پر ۱۸مه په خپل ټوېټر پيغام کې پاکستان ته د ۲۰۲۱ز مالي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې د ۲۴،۲ اربه ډالرو لېږلو له امله له بهر مېشتو پاکستانيانو نه مننه کړې ده.


په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو يو پوه اکرام هوتي وايي، د پاکستان حکومت اړ شوی چې د فايننشل ايکشن ټاسک فورس په غوښتنه له بهره دې هېواد ته پر تلونکو پيسو څارنه زياته کړي.

بهر مېشتو پاکستانيانو هم اوس دا خبره درک کړې چې د دې لپاره چې په وطن کې يې خپل خپلوان د حکومتي ادارو له پوښتنو ګروېږنو بچ شي، هغوی ته پيسې بايد په قانوني لارو ولېږي.
اکرام هوتي

د نوموړي په خبره، بهر مېشتو پاکستانيانو هم اوس دا خبره درک کړې چې د دې لپاره چې په وطن کې يې خپل خپلوان د حکومتي ادارو له پوښتنو ګروېږنو بچ شي، هغوی ته پيسې بايد په قانوني لارو ولېږي.

"د پاکستان حکومت اوس له هر هغه چا چې له بانکه له ۵۰۰۰ زياتې روپۍ وباسي، پوښتنه کوي چې دا پيسې درته چا لېږلې دي او ته پرې څه کوې؟ او دا ځکه چې د فايننشل ايکشن ټاسک فورس وينا ده چې د ترهګرۍ لپاره پاکستان ته پيسې ځي او هم ترې بهر ته وځي، او حکومت بايد پر دې نظر وساتي. بلخوا ډېری بهر مېشتو پاکستانيان هم اوس پوه شوي چې له قانوي لارو پيسې ولېږي او خپل خپلوان د حکومتي او قانون عملي کوونکو ادارو له پوښتنو ګروېږنو وژغوري. همدا وجه ده چې د بانکونو له لارې پاکستان ته راتلونکې پيسې د تېر کال پرتله دوه اربه ډالره سېوا شوي او ښکاره ده چې د پاکستان اقتصاد به ورسره ښه شي."

فايننشل ايکشن ټاسک فورس نومې اداره په نړۍ کې د تورو پيسو سپينولو چارو د مخنيوي او همداراز د ترهګرو ډلو د مالي چينلونو تړلو په څېر مسالو کار کوي.

دې ادارې له پاکستانه غوښتي چې په هغه هېواد کې د فعالو ترهګرو ډلو مالي مرستو ترلاسه کولو لارې وتړي.

دې ادارې تېره فبروري مياشت په پاريس کې په خپله يوه غونډه کې د پاکستان د اقداماتو تر جاج اخيستو وروسته وويل چې لا يې هم دا هېواد تر راتلونکې جون مياشتې پورې په خپل خړ لېسټ کې ساتلی او تمه کوي چې د ترهګرو د تمويل د مخنيوي په هدف به پاکستان خپلې هڅې نورې هم تندې کړي.

هم تېره فبروري مياشت د پاکستان يو وفاقي وزير حماد اظهر پر ټوېټر وليکل چې پاکستان له اېف اې ټي اېف سره د سلا شوي ايکشن پلان له ۲۷ نکاتو ۲۴ هغه تر ډېره عملي کړې دي.

د ترکيې د دولتي خبرياژانس انادولو د اپرېل ۱۲مې د يوه رپورټ تر مخه، هغه پيسې چې په سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، قطر او د خليج په نورو هېوادونو کې کارکوونکي پاکستاني وګړي يې پاکستان ته لېږي، د دې هېواد په اقتصاد لوی اغېز کوي.

رپورټ زياتوي، په سعودي کې تر ټولو زيات شاوخوا ۱۹ لاکه پاکستانيان کار کوي او له همدې هېواده هر کال پاکستان ته ۴،۵ اربه ډالر لېږدول کېږي.


د قطر په دوحه کې د مردان د رستم سيمې يو انجينير اعجاز خان وايي، دی او ملګري يې د بانکونو او يا هم ايکسچينج کمپنيو له لارې پاکستان ته پيسې لېږي.

نوموړی زياتوي، دوی پوهېږي چې دا کار يې د پاکستان اقتصاد ته ګټه رسوي او په بدل کې دوی ته هم يو څه مراعات ورکول کېږي.

که د پاکستان حکومت غواړي چې په بهر مېشت پاکستاني وګړي خپلو خپلوانو ته د پيسو لېږلو لپاره يوازې قانوني لارې وکاروي نو بايد د عامه پوهاوي پروګرامونه ورته جوړ کړي.
خليل بونيري

"په قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عرب کې اوس زياتره خلک د پيسو لېږلو لپاره قانوني لارې کاروي. زه او هم مې ملګري، وطن ته د بانک او يا هم ايکسچينج کمپنيو په واسطه پيسې لېږو. دا چې خلکو قانوني لارو ته مخه کړې، يوه وجه يې دا هم ده چې دلته د هونډۍ پر کاروبار بنديز دی. موږ چې د بانک له لارې پيسې لېږو نو د پاکستان ايمبيسي “رېمېټينس کارډ” راکوي چې وکولای شو د پاکستان پر هوايي ډګرونو پر اليکټرانېکي شيانو کم ګمرک يا کسټمز ورکړو. لنډه دا چې له قانوني لارو د پيسو لېږلو ګټه د پاکستان اقتصاد او هم خپله مساپرو ته رسي."

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې بيا د پښتون وېلفیر ارګنايزيشن په نوم د يوه تنظيم مشر خليل بونيري د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په دې هېواد کې هم لکونه پښتانه کار روزګار کوي، خو د ده په خبره، ډېری يې شکايت کوي چې د بانک له لارې خپلو کورنيو ته په پيسو لېږلو کې ستونزې لري.

"کله چې دلته يو حکومتي وزير راځي نو تر ډېره په ايمبيسۍ کې وي او يا هم په يوه لوی هوټل کې پروګرام ورته نيول شوی وي. هغه خپلې ګلدستې واخلي او دومره تکليف و نه کړي چې د خواري کښو پاکستانيانو خوا ته ولاړ شي او حال يې وپوښتي. په متحده عربي اماراتو کې دا مهال ۱۶ لاکه پاکستانيان کار روزګار کوي، چې ورڅخه اوه نيم لاکه پښتانه دي. له دوی زياتره يې لېبر دي، تعليم يې نشته او وطن ته پيسې په قانوني طريقه نه لېږي. هغه څوک چې په بانک يې لېږي، شکايت کوي چې کورنۍ ته يې پيسې پر وخت نشي ترلاسه کولی. د دې برعکس، د هونډۍ له لارې لېږل شوې پيسې بيا په يوه ټيليفون ترلاسه کېدای شي. زموږ له حکومته غوښتنه ده چې بانکونو ته ووايي چې د مساپرو پيسې د هغوی کورنيو ته د ورکولو چارې اسانې کړي."

خليل بونيري زياته کړه چې که د پاکستان حکومت غواړي چې په بهر کې مېشت پاکستاني وګړي خپلو خپلوانو ته د پيسو لېږلو لپاره يوازې قانوني لارې وکاروي نو بايد د عامه پوهاوي پروګرامونه ورته جوړ، مسالې يې حل او ځانګړي مراعات ورته اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG