د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: هلمند او غور کې ماین چاودنو ۱۴ ملکیان وژلي


پولیس وايي، چاودنه د هېلمند په لسمې حوزې کې شوې - د ارشیف انځور.
پولیس وايي، چاودنه د هېلمند په لسمې حوزې کې شوې - د ارشیف انځور.

د هېلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژلي دي.

د هېلمند د ولایتي شورا مشر عطا الله افغان د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د لښکرګاه ښار د ۱۰مې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

ده وویل، "زموږ د معلوماتو پر اساس په همدې سیمه کې هغه ماین چې د طالبانو له خوا ښخ شوی وو، چاودلی چې له بده مرغه زموږ بې ګناه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده."

په دې پېښه کې دوه ماشومان ټپیان هم دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

هاخوا له غور ولایته هم سیمه ییزو چارواکو مشال راډیو ته تایید کړې چې د فېروزکوه ښار لویدیځ ته د دوو ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې پینځه ولسي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې یوه چاودنه د پنجشنبې پر سهار او بله د مې پر ۱۹مې ماښام مهال شوې.

کریمي طالبان په سیمه کې د ماینونو په ښخولو تورنوي، خو طالبانو دا تور رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG