د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس یوه چارواکي په څو ورځو کې له اسراییلو سره د اوربند وړاندوینه کړې


یو ډوډۍ خرڅوونکی په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ کې د ړنګې ودانۍ مخې ته تېرېږي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور
یو ډوډۍ خرڅوونکی په غزه کې د اسراییلو په بمبارۍ کې د ړنګې ودانۍ مخې ته تېرېږي - د ۲۰۲۱ز کال د مې ۲۰مې انځور

د حماس ډلې یو لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال په څو ورځو کې دننه له اسراییلو سره اوربند ته د رسېدو وړاندوینه کړې چې دواړو خواوو پر یو بل حملو ته دوام ورکړی.

د غزې تړانګې کنټرول لرونکې حماس ډلې چارواکي موسی ابو مرزوق د لبنان المیادین ټېلېوېژن ته وویل چې د هغه په فکر د ډزبندۍ لپاره روانې هلې ځلې ښايي په یو یا دوه ورځو کې کامیابې شي.

تر دې څو ساعته وروسته د مې پر ۲۰مه د اسراییلو جنګي الوتکو په لسګونو هوايي حملې وکړې او فلسطینیانو د اسراییل پر لوري نور توغندي وویشتل.

دا بریدونه پر ۱۱مه ورځ هم روان دي چې پکې د مرګ ژوبلې شمېر نور سېوا شوی. د اسراییلو پوځ وویل چې د دوی یوې الوتکې په غزه کې د وسلو یو ګودام ویشتلی دی او په هغو نورو ځایونو کې یې پوځي انفراسټرکچر (بېخبنا) په نښه کړی چې د حماس د نورو قوماندانانو په مېشت ځایونو کې وو. روغتیايي کارکوونکو ویلي چې په برید کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مې پر ۱۹ د اسراییل وزیراعظم بېنیامین نتنیاهو ته وویل چې پورڅخه په شخړه کې "د پام وړ کموالي" تمه لري. خو نتنیاهو ویلي، د اسراییلیو وګړو امنیت تر بحالۍ او د حالاتو تر ارامه کېدو پورې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG