د لاسرسي ځای

تازه خبر

راس وېلسن: داعش په افغانستان کې یو پیاوړی ځواک دی


په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافېیر راس وېلسن - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۸مې انځور.
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافېیر راس وېلسن - د ۲۰۲۱ز د مې ۱۸مې انځور.

په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافېیر راس وېلسن وایي، د اسلامي دولت ډله یا داعش تر اوسه په افغانستان کې یو پیاوړی ځواک دی او په وروستیو کې یې په کابل کې د خونړیو حملو ذمه واري منلې.

خو وېلسن له فرانس پرېس اژانس سره په مرکه کې، چې د مې پر ۱۹مه خپره شوې، طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مسوول وبلل او هغوی یې له شوي تړونه په سرغړونه تورن کړل.

امریکا د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه چې پکې طالبانو ژمنه کړې چې القاعده یا نورو ترهګرو ډلو ته به اجاره ور نه‌ کړي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا یا متحدینو یې حملې وکړي.

په موافقه کې امریکا له افغانستانه د ټولو سرتېرو ایستلو وعده کړې.

طالبانو تر اوسه د وېلسن څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې موافقې ته د خپلې ژمنتیا دریځ تکرار کړی.

وېلسن وویل: "دا چې داعش تر اوسه په هغه هېواد کې د یو قوي ځواک په توګه پاتې دی، د دې او ځینو نورو مسایلو په اړه اندېښنې د دې سبب شوي چې موږ له افغان چارواکو سره د امنیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړو."

په اپرېل کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې به ټول امریکایي پوځیان د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي، خو امریکایي چارواکو ویلي چې د افغانستان له حکومت او د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG