د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادې اروپا راډیو د ''بهرني اېجنټ'' روسی قانون چېلنج کړ


په مسکو کې د ازادې اروپا راډیو دفتر - د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل شپږمې انځور.
په مسکو کې د ازادې اروپا راډیو دفتر - د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل شپږمې انځور.

په مسکو کې ازادې اروپا راډيو (ازادي راډیو) بيورو او د هغه مشر اندرې شېري د مې پر ۱۹مه خپله قضيه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته وړاندې کړه چې پکې يې د روسيې لخوا د "بهرني اېجنټ" قانون کارول چېلنج کړي.

روسيې د دغه قانون له لارې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ له مياشت راهيسې پر ازادې اروپا راډيو او اندرې شېري په لکونو ډالره جرمانه لګولې.

ازادې اروپا راډيو او شېري ويلي، د روسيې کړنې د انساني حقونو په هکله د اروپايي کنونشن د ۱۰م ارټيکل تر لاندې د بيان ازادۍ او د رسنيو د ازادۍ سرغړونه کوي، او که عدالت ژر کاروايي نه کوي نو له سخت نقصان سره مخامخېدای شي.

د ۲۰۱۷ز کال راهيسې د روسيې د انصاف وزارت له لارې د ازادي راډيو نهه خبري څانګې "بهرني اېجنټان" نومول شوي.

د "بهرنيو اېجنټانو" متعلق قانون د اروپايي اتحاديې مشر جوزپ بوريل، د اروپا پارلېمان، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او نورو نړيوالو سازمانونو د بنيادي ازاديو نه د سرغړونې په توګه غندنه کړې.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو پښتو څانګه ده چې د پاکستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ پر کرښه د افغانستان ولایتونو لپاره خپرونې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG