د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۳۵ نور کسان وژلي


د پنجاب په پنډۍ کې له کورونا وایرسه د مړه شوي یوه تن جسد له روغتونه وړل کېږي.
د پنجاب په پنډۍ کې له کورونا وایرسه د مړه شوي یوه تن جسد له روغتونه وړل کېږي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرسه نور ۱۳۵ کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړیو ټوله شمېره ۱۹ زره ۷۵۲ ته ورسېده.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې د مې پر ۱۸مه لیکلي چې په تېر یو شواروز کې د کورونا وایرس دوه زره ۵۶۶ کیسونه ثبت شوي دي.

دغسې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۷۹ کسان له کورونا وایرسه بیرته ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله تراوسه له اته لکه ۹۲ زره زيات کسان له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلي هم دي.

بلخوا په پاکستان کې د مې له ۱۶مې د صوبو او ښارونو ترمنځ د سپرلیو موټرو په تګ راتګ بنديز هم ختم شوی دی.

په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د کنټرول ملي ‌ادارې (اېن سي او سي) د مې پر۱۵مه اعلان وکړ چې د نویو کېسونو د کمېدو له وجې اوس دوکانونو ته اجازه ورکوي چې د شپې تر اتو بجو پورې پرانیستي پاتې شي او په سرکاري دفترونو کې به نيمايي کسان کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG