د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د ازادۍ راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې د نومولو منظوري ورکړې ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر د مې پر ۱۷مه ویلي، دغه وړاندیز د هلمند خبریالانو کړی وو.
دفتر زیاتوي، ولسمشر غني د مې پر ۱۷مه دغه وړاندیز ومانه چې په لښکرګا کې یوه څلور لاره د داعې په نوم شي.
په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي د پروسږ کال د نومبر پر ۱۲مه په چاودنه کې وژل شوی وو.