د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شریف نوم ایګزیټ کنټرول لیسټ ته واچول شو


شهباز شریف
شهباز شریف

پاکستان حکومت د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف نوم له هېواده وتلو مخنیوي لیسټ (اي سي ایل) کې اچولی دی.


د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد نن (د مې ۱۷ مه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا اقدام یې د وفاقي کابینې د منظورۍ په رڼا کې کړی دی.

شهباز شریف، چې په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر هم دی، د مې په اتمه نېټه هم وفاقي تحقیقاقي ادارې (اېف ای اې) پر لاهور هوايي ډګر له بهر تللو دورلی وو.

نوموړي نن د دغې ګام پرضد په لاهور هايي کورټ کې درخواست جمع کړی چې پکې یې اېف ای اې د عدالت په سپکاوي تورنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مې په اوومه نېټه لاهور های کورټ شهباز شریف ته د علاج په غرض له هېواده د بهر تللو اجازه ورکړې وه.

خو بلې خوا ته نن د داخله چارو محکمې د لاهور های کورټ دغه فېصله هم په سپریم کورټ کې چیلنج کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG