د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغان سوله غږېدلي


د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په پروسه باندې خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ماښام په دې اړه اعلامیه ورکړې ده.

د اعلامیې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې کلک ملاتړ کوي.

هغه دا ټینګار هم کړی چې له سیاسي حل لارې سولې ته رسېدل د ټولو ښکېلو افغان خواوو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ مسولیت دی.

په اعلامیه کې د قریشي په حواله زیاته شوې چې د پوځیانو مسولانه ایستل، د تاوتریخوالي کمښت، دایمي اوربند او د ټول‌شموله سیاسي جوړجاړي د ترلاسه کولو لپاره د شته موقع کارول خورا ارزښت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG