د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملا عبدالمنان نیازي زوی د هغه ځای ناستی وټاکل شو


د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې مخکېنی مرستیال ملا عبدالمنان نیازی
د وسله‌والو طالبانو د انشعابي ډلې مخکېنی مرستیال ملا عبدالمنان نیازی

له وسله‌والو طالبانو جلا شوې ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی په یکشنبه په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د یادې ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه.

خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار په لار پسې به ځي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و."

ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی وو. هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ د بېلې شوې ډلې مرستیال وټاکل شو.

د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل ملا نیازی تېره چهارشنبه د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ په یوه برید کې سخت ټپي شوی و.

دی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و چې هم هلته یې ساه ورکړه او مړی یې یکشنبه هرات ته یوړل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG