له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال، ملا عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې مړ شوی.
د هرات یوه سیمه يیز چارواکي د مې پر ۱۵مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو سره په خبرو کې د دې خبر تصدیق کړی دی.
د نیازي د کورنۍ غړي هم دا خبر تاییدوي.
عبدالمنان نیازی تېره اوونۍ په یو برید کې له سخت ټپي کیدو وروسته لومړی د هرات حوضوي روغتون او وروسته کابل ته ولېږدول شو.
د هرات د سیمه يیزو چارواکو په وینا، نیازی د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی و.
د ملا محمدرسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې په ۲۰۱۵ز کال کې خپل موجودیت اعلان کړ.