د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادي راډيو به کرېملېن لخوا د حقيقتونو پټولو ضد هلې ځلې جاري ساتي: جمي فلای


د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشر جمي فلای
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشر جمي فلای

د روسيې یو عدالت د مې پر ۱۴مه سهار وختي په مسکو کې د ازادې اروپا/ ازادي راډيو بيورو دفتر ته خبر ورکړی چې د کمپنۍ پرضد د جريمي نه پري کولو په صورت کې به یې پر ضد کارروايي پيلوي.

دا د روسيې نه د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د وېستلو په خاطر د حکومت جدي کمپاين بلل کېږي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جيمي فلای د ازادو رسنيو پر وړاندي د کرېملېن پر زياتيدونکو هڅو نيوکې وکړي او د روسيې د بهرنيو چارو وزات هغه وروستي دعوې يې هم رد کړې چې وايي، د بهرني ايجنټ قوانين په ازادو ټولنو کې د رسينو د جمعيت پر وړاندې يو ډول عکاسي کوي.

د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ماسکو بیورو دفتر
د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ماسکو بیورو دفتر

فلای وويل: "په روسیه کې د ازادې اروپا/ ازادي راډيو خبريالان امريکايان نه بلکې محب وطن/ ملتپاله دی."

هغه وايي، خبريالان یې خپلواکه خبرونه او معلومات ورکوي چې مقصد یې ولس ته د ناسمو معلوماتو د رسېدو مخنیوی کول دي.

د نوموړي په وینا، ازادې راډيو به د کرېملېن لخوا د نا ارامه حقيقتونو پټولو پرضد هلې ځلې جاري ساتي.

فلای وړاندې وويل:"موږ به د روسيې د سختو تيکتېکونو پر وړاندې خاموشه پاتي نشو او موږ به خپل روسي اوریدونکي په دې حالاتو کې يوازې نه پریږدو. "

په روسیه کې د دې قانون تر لاندي حکومت ازادي رسني په نښه کوي او د ازادي راډيو له هېواده د ايستلو لپاره هلي ځلي کوي.

په داسي حال کې چې ازادې اروپا/ ازادي راډيو په روسيه کې د خپل خبري خپلواکۍ دفاع لپاره له ډيرو جريمو سره مخ ده، او په دي توګه هغه خبريالان چې له ازادي راډيو سره کار کوي د روسيې حکومت لخوا د "بهرني اجنټانو" په نوم د نومول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

خو په دې کې ازادي راډيو يوازې نه ده بلکې په تېرو دوه اونيو کې د روسيې عدليې وزارت انلان رسنۍ ميډوزا، مسکو مېشته د فساد ضد رسنۍ پاسمې PASMI او هالنډ مېشته VTimes.io د بهرني اجنټانو په توګه پيژندل شوي چې د دغو رسنيو دوامداره بقا خطر سره مخامخ ده او په روسيه کې د ازادو رسنيو په اړه پوښتني راپورته کړي.

د روسيې د رسنيو تنظم کونکې روسکومناډزور ازادي راډيو ته د هغه قانون تر لاندي ۵۲۰ سرغړوني تور لګولی چې ترمخه يې د روسيې عدالت پر ازادې اروپا راډیو دوه اعشاریه څلور ميليونه ډالره جريمه لګولې.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په دي وروستیو کې په روسیه کې د مطبوعاتو ازادي ته ورپيښو ګواښونو خبر ورکړی.

د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مې پر اوومه ازادي راډيو سره په مرکه کې پر ازاو رسنيو چې ازادي راډيو هم په کې شامله ده، د روسيې فشارونه وغندل او ويې ويل چې دا د کريملين کمزوري په ډاکه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG