د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوايي بمباريو او راکټي بريدونو په غزه کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې


دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو لخوا پر دواړو خواو د پنځه ورځنۍ جګړې د درولو غږونو باجود د مرګونو شمېر مخ په زياتېدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو لخوا پر دواړو خواو د پنځه ورځنۍ جګړې د درولو غږونو باجود د مرګونو شمېر مخ په زياتېدو دی.

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د پنځه ورځنۍ جګړې د درولو لپاره د نړیوالو غږونو باجود جګړه دوام لري او د مرګ ژوبلې شمېره مخ په زیاتېدو ده.

راپورونه وايي، اسرایيلو د توپونو او هوايي بريدونو سره په غزه سخته ګوله باري کړې خو بيا هم د فلسطيني وسله والو لخوا د تازه راکټي حملو په درولو کې ناکامه شوی دی.

په غزه کې د صحت چارواکي وايي چې د مې پر ۱۴مه په ۴۰ منټه عملياتو کې ۱۳ فلسطنيان ووژل شول چې پکې يوه مور او د هغې درې بچي هم شامل دي چې د خپل ړنګېدلي کور له ملبې يې مړي راويستل شول.

د اسرایيلي پوځ وياند وايي چې ځواکونو يې په دې جنګ کې ۱۶۰ جنګي جازونه کارولي، د دې ترڅنګ له غزې پټۍ بهر په ټېنکونو او توپخانو سره هم ډزې کوي.

د فلسطين د صحت څانګه وايي چې په ياده جګړه کې د وژل شویو فلسطنيانو شمېر ۱۲۲ ته رسېدلی چې پکې ۳۱ ماشومان او ۲۰ ښځې هم شاملې دي او ۹۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

وسله والې ډلې حماس او اسلامک جهاد پخلی کړی چې د هغوی ۲۰ کسان وژل شوي خو اسرایيل بيا دغه شمېر زيات ښايي. په اسرایيلو کې هم د يو شپږ کلن ماشوم او يو پوځي سرتېري په ګډون اووه کسه مړه شوي دي.

د اسرایيلو او فلسطين ترمنځ وروستی تاو تريخوالی د تېرې اوونۍ په اخره کې د بېت المقدس د الاقصی جومات په کمپاونډ کې د نا ارامۍ له وجې رامنځته شوی دی.

دا جومات د مسلمانانو او يهودانو دواړو لپاره مقدس دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG