د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان راتلونکې اوونۍ ۳۰ کلن واکسینوي


پېښورکې یوه کس ته د کورونا واکسین لګول کېږي
پېښورکې یوه کس ته د کورونا واکسین لګول کېږي

په پاکستان کې د مې له ۱۶مې تر ۳۰ کلونو زیات عمر لرونکو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکول پیلېږي.

د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر پرون پر ټوېټر لیکلي، دا پرېکړه یې د واکسینو ورکولو وړتیا لوړېدو او د زیاتو واکسینو وررسېدو له وجې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مې پر ۱۲مه پر ولس غږ وکړ چې په اختر کې دې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او د وایرس خپراوي مخنیوي ټولې لارښوونې دې عملي کړي. پاکستان تر اوسه تر ۳،۷ میلیونه زیاتو کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکړي.

په عین وخت کې د کورونا وایرس وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې نن ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳،۲۶۵ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د کورونا وایرس وهلیو کسانو شمېر ۸۷۰،۷۰۳ ته رسېدلی دی.

له دې څخه یې ۷۷۶،۳۱۵ جوړ شوي. ووبپاڼه زیاتوي په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ څخه ټول ۱۹،۳۳۶ کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG