د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې په اختر کې د کورونا وایرس مخنیوي لارښوونې عملي کړي: عمران خان


دواړو مشرانو دا خبره د مې پر ۱۳مه د اختر مبارکۍ په جلا جلا پیغامونو کې کړې. ارشیف- انځور
دواړو مشرانو دا خبره د مې پر ۱۳مه د اختر مبارکۍ په جلا جلا پیغامونو کې کړې. ارشیف- انځور

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي پر ولس غږ کړی دی چې د اختر په ورځو کې دې د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره پر احتیاطي لارښوونو کلک عمل وکړي.

دواړو مشرانو دا خبره د مې پر ۱۳مه د اختر مبارکۍ په جلا جلا پیغامونو کې کړې.

په عین حال کې د وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې مې پر ۱۴مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۲،۵۱۷ تازه پېښې ثبت شوي چې ورسره له تېر کال راهیسې د ټولو پېښو رسمي شمېر ۸۷۳،۲۲۰ ته رسېدلی دی.

ووبپاڼه وايي، کووېډ-۱۹ ناروغۍ په هغه هېواد کې ټول ۱۹،۳۸۴ کسان مړه کړي خو ورڅخه ۷۸۰،۴۳۸ کسان رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG