د هلمند پخوانی والي جنرال عبدالنبي الهام د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.
دا خبره د هلمند د قبایلو د چارو رییس نوید نظري په خپل فیسبوک لیکلې ده.
ځینو نورو چارواکو او خبریالانو هم د جنرال الهام د مړینې خبر خپور کړی دی.
جنرال عبدالنبي الهام چې پینځه ورځې دمخه د هلمند له ولایته ګواښه کړای شوی وو په کابل کې د کرونا ناروغۍ په خاطر په یوه روغتون کې بستر و.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د جنرال الهام پر ځای محمد ولي علیزی د هلمند والي ټاکلی دی.