د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د تېلو لویه نللیکه بیا فعاله شوې


دا نللیکه شاوخوا ۹،۰۰۰ کیلیومیټره اوږده ده او په ټیکسس کې د خلیج د تېلو پاکولو له کارخانو څخه نیویارک ته پېټرول، ډیزل او د تېلو نور قسمونه لېږدوي.
دا نللیکه شاوخوا ۹،۰۰۰ کیلیومیټره اوږده ده او په ټیکسس کې د خلیج د تېلو پاکولو له کارخانو څخه نیویارک ته پېټرول، ډیزل او د تېلو نور قسمونه لېږدوي.

دا نللیکه د انټرنېټي برید له وجې له شپږو ورځو راهیسې بنده وه. د نللیکې د بندېدو له وجې د هېواد په ختیځ کې د تېلو رسولو په اړه اندېښنې پیدا شوې وې.

د کلونییل نللیکې چارواکو د مې پر ۱۲مه د فعالیت تر پیلېدو وروسته وویل، لا هم وخت ته اړتیا لري چې د تېلو د رسولو نظام پخواني حالت ته ستون کړي.

دا نللیکه شاوخوا ۹،۰۰۰ کیلیومیټره اوږده ده او په ټیکسس کې د خلیج د تېلو پاکولو له کارخانو څخه نیویارک ته پېټرول، ډیزل او د تېلو نور قسمونه لېږدوي.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د مې پر ۱۰مه په مستقیمه توګه پر کرېملېن له تور پورې کولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې روسیه یې پر نللیکې د انټرنېټي حملې لپاره تر یوه حده پورې مسووله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG