د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا ستن الوځولې


د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوځول شوې د برېښنا ستن
د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوځول شوې د برېښنا ستن

افغان چارواکي وايي، وسله والو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې له ازبکستانه د درامدېدونکې برېښنا یوه ستن په بم الوځولې ده چې له وجې یې کابل ښار ته د بجلۍ رسد ټکنی شوی.

د افغانستان د برېښنا شرکت د پروان حوزې مشر روح الله ساجد مشال راډیو ته وویل، تېر ماښام شاوخوا اته نیمې بجې وسله والو ستنې ته بارود ایښي ول.

د ده په خبره، د چاودنې له وجې د پلازمېنې په ګډون د اووه ولایتونو برېښنا پرې شوې. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

روانه اوونۍ هم په کلکان ولسوالۍ کې وسله والو د برېښنا دوه ستنې الوځولې وې چې لا یې هم د رغونې چارې په بشپړه ټوګه پای ته نه دي رسېدلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG