د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ډېری هېوادونو کې کوچنی اختر دی


کراچۍ کې د اختر ورځ
کراچۍ کې د اختر ورځ

نن پاکستان، افغانستان، سعودي عرب او د نړۍ زیات شمېر هیوادونه د کمکي اختر ورځ لمانځي. د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په چارشنبه اختر وو.

د مې پر ۱۲مه نېټه (پرون( په اسلام اباد کې د رویت هلال یا د میاشتې د لیدو لپاره د ټاکلې شوې کمېټې غړو د سپوږمۍ د لیدو لپاره غونډه وکړه.

د مرکزي رویت هلال کمېټۍ له غونډې وروسته د دغې کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبیر ازاد د اختر د ورځې اعلان وکړ: «د رایو په اتفاق سره مو پرېکړه وکړه چې د ۱۴۴۲ هجري کال د شوال د میاشتې لومړۍ نېټه د مې د ۱۳مې او د پنجشنبې ورځې سره سمون خوري. د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې کمکی اختر مبارک وي. »

نوموړي وویل چې په چمن، کلاسیف الله، پسني، پېښور او سېند صوبې نه یې د سپوږمۍ د لیدو شهادتونه ترلاسه کړي دي.

تر دې اعلانه څو ساعته مخکې پېښور کې د تاریخي قاسم علي خان جومات نه هم اعلان شوی و چې پنجشنبې په ورځ به اختر وي. هلته د شمالي وزیرستان په ځینو برخو کې خلکو پرون وروسته له هغې د اختر لمونځونه وکړل چې ځايي جوماتونو نه اعلان وشو چې د ګڼو شواهدو له مخې د اختر میاشت لیدل شوې ده.

XS
SM
MD
LG