د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوي


د کابل د سید الشهدا ښوونځی
د کابل د سید الشهدا ښوونځی

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وایي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي حکم پر بنسټ یې د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د بیارغونې چارې پیل کړي.

دغه شرکت پر خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د ښوونځي د بیارغونې چارې به ژر بشپړې او د زده کوونکو پر مخ به یو وار بیا پرانیستل شي.

سید الشهدا ښوونځی چې د کابل په دشت برچي سیمه کې موقعیت لري، د روانې شنبې په ورځ پرې موټر بم خونړي حمله وشوه چې له امله یې د ښوونځي له سلو ډېرو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ملي پراختیا شرکت وایي چې اوس مهال د دغه ښوونځي په اتو بلاکونو کار روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG