د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروغان، زاړه کسان او کوچنیان دې د اختر لمانځه له نه ځي: د کورونا وبا مخنیوي لارښوونې


د کراچۍ یو جومات
د کراچۍ یو جومات

د کورونا څار مرکز (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن مرکز) د مې پر ۱۲مه نېټه د پاکستان منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر په مشرۍ غونډه کې د وړکي اختر د لمانځه لپاره لارښونې جاري کړې.

د ورکړل شویو هدایاتو له مخې ولس به د اختر لمانځه پر مهال ګوڼه ګوڼه نه جوړوي، تر لمانځه مخکې به لاسونه په سنېټیازرو پاکوي او تمبوزک وهل به لازمي وګرځوي. د دې ترڅنګ ملا امامانو ته پکار ده چې لمنځونه په سرخلاصیو ځایونو کې وکړي او که یې په جوماتونو کې کوي نو کړکۍ دې یې وازې وساتل شي.

په لمانځه کې دې د خلکو شمېر کم ساتلو لپاره دوه یا درې واري لمونځونه وکړل شي. خطبه دې لنډه ورکړل شي، بیماران د زاړه عمر کسان او تر پنځلس کالو کم عمره ماشومان دې د اختر لمانځه له نه ورځي. د اختر لمانځه ته د ورتلونکیو ټولو خلکو د بدن تودوښه دې وکتل شي او په لمانځه کې دې هم له یوه بله واټڼ وساتل شي.

په سوات کې ډاکټر فضل ربي وايي، که د کورونا وبا په دې درېمه څپه کې د اختر پر مهال ولس د حکومت په لارښونو عمل وکړي نو تر ډېره حده پرې قابو موندلای شي.

په پېښور کې ى یوې مدرسې چلونکي مفتي فضل منان عابد وایي، پر حکومتي لارښونو به عمل کوي چې د کورونا وبا مخنیوي وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت د اختر په ورځو کې د کورونا وبا مخنیوي په لړ کې د سختو احتیاطي لارښوونو اعلان کړی خو بلخوا د کورونا وبا سرکاري شمېري ښيي چې د سږني کال د مارچ له ۱۶مې راهیسې پر لومړي ځل په ملک کې مثبتې پېښې کمې شوي دي. د اوسنیو شمېرو له مخې مثبت کیسونه له اتو څخه اووه اعشاریه څلور ته راټیټ شوي دي.

د کورونا په اړه د پاکستان وروستۍ سرکاري شمېرې ښيي چې د مې تر ۱۲مې نېټې په ملک کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۰۴ کسان له کورنا مړه شوي دي او ۲۸۰۰ کسان یې وهلي دي.

په پاکستان کې د مړیو شمېره په مجموعي ډول ۱۹۲۱۰ ته او د ناروغانو شمېره په مجموعي ډول ۸ لکه ۶۷ زره ۴۳۸ ته ورسېده او دا شان ترې ۷ لکه ۷۱ زره ۶۹۲ رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG