د لاسرسي ځای

تازه خبر

کووېډ-۱۹ وبا: اروپايي هېوادونه ځینې بندیزونه لیرې کوي


د اروپايي ټولنې پر جنډۍ د کورونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین - ارشیف انځور.
د اروپايي ټولنې پر جنډۍ د کورونا ویروس ضد استرازینیکا واکسین - ارشیف انځور.

اروپا د کورونا وایرس وبا پر مهال ځیني بندیزونه لیرې کوي، له دې ډلې برتانیا چې کورونا پکې تر بل هر اروپايي هېواده ګڼ کسان وژلي، تازه پرېکړه کړې چې ځینې محدودیتونه کم کړي.

د اوسني ګام سبب په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ واکسین لګولو بریالی بهیر ګڼل کېږي.

د برتانیا حکومت د مې پر نهمه اعلان وکړ چې یوخوا د واکسین لګولو چارې په ښه توګه پرمخ تللې نو بل پلو د کورونا وهلو خلکو شمېر او د مړینو کچه هم ټیټه شوې ده.

وزیر اعظم بورېس جانسن د مې پر ۱۰مه د ورځې په اوږدو کې په دې اړه لا زیات جزییات ورکړي.

له رپورټونو سره سم، د محدودیتونو د کمښت د پلان په اساس به خلک د مې له ۱۷مې (راتلونکې دوشنبه) په سرپټو تالارونو کې هم راشه درشه کولای شي.

حکومت له فېبرورۍ راهیسې چې د بندیزونو د کمولو لپاره‌ یې څلور پړاوه پلان اعلان کړ، د څو میاشتو په موده کې ټولبند لیرې کوي.

د برتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن له دفتره په اعلامیه کې راغلي: "د مختګ نقشه پر ځای ده، زموږ د واکسین بریالی کیمپېن به همداسې روان وي. په برتانیا کې په درو کې دوه برخه خلکو د واکسین لومړی خورک اخیستی او موږ په احتیاط، خو نه‌ راستنېدونکې توګه د بندیزونو لیرې کولو ته کتلی شو."

د جانز هاپکېنز پوهنتون له ارقامو سره سم، برتانیا د نړۍ په هغو ۱۰ هېوادونو کې ده چې ګڼ وګړي یې کورونا وایرس وهلي ول. اوس وخت دا هېواد د مثبتو پېښو له مخې په ګرده نړۍ کې اووم ځای لري او د ټولو کورونا وایرس وهلو خلکو شمېر یې له څلور مېلیونه څلور نیمو لکو اوښتی دی. له دې ډلې نېږدې ۱۲۸،۰۰۰ کسان مړه شوي.

د برتانیا نورې برخې لکه سکاټلینډ، وېلز او شمالي ایرلنډ کې به هر یو په خپله بڼه بندیزونه کموي.

د اروپا په نورو ځایونو کې له هغه وروسته چې یو شمېر هېوادونه د کورونا وایرس وبا درېمې څپې وځپل اوس ورو ورو د بندیزونو د لیرې کولو هڅې کېږي.

هسپانیې د یکشنبې په ورځ شپږ میاشتنی بېړنی حالت پای ته ورساوه او ورسره سراسري د شپې ګرځبندیز او له یوې بلې سیمې ته په سفرونو باندې محدودیتونه لیرې شول.

هسپانیا کې له کووېډ-۱۹ د مړه کس جسد لېږدول کېږي
هسپانیا کې له کووېډ-۱۹ د مړه کس جسد لېږدول کېږي

سره له دې چې د رستورانونو، غونډو او مراسمو په سر لګېدلي محدودیتونه کم شوي، خو چارواکي خلکو ته خبرداری ورکوي چې د دولتي بېړني حالت پای دا معنی نه‌ورکوي چې په ځانونو پام ونه‌کړي.

هسپانیا کې د کورونا وایرس له څه باندې درې مېلیون او دوه لکه او ۹۳ زرو ناروغانو نېږدې ۷۹،۰۰۰ کسان مړه شوي.

اخوا په جرمني کې اووه مېلیونه کسان په بشپړه توګه واکسین شوي او له ګڼو محدودیتونو معاف شوي دي.

په چېک جمهوریت کې هم د مې له ۱۰مې د ځینو محدودیتونو د کمولو خبره شوې چې پکې په وړو غونډو او یو شمېر نورو دکانونو بندیزونه کمېږي.

د بحر هاغاړه په امریکا کې هم د مثبتو پېښو او مړینو کچه مخ په ټیټېدو ده. هلته ۵۶ فیصده خلکو لږ تر لږه یو خوراک واکسین اخیستي.

ځینو ایالتونو کې بیا له دې چې یو شمېر خلک‌ یې واکسین نه‌ غواړي یا ورځنۍ غوښتنې یې کمې شوي د کووېډ-۱۹ واکسینونه یې ستانه کړي.

د سپینې ماڼۍ له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې د څانګې همغږي کوونکي جېف زاینتس پرون د مې پر نهمه وویل چې چارواکي د لا زیاتو امریکایانو د واکسینولو په هڅه کې دي.

امریکا کې د نړۍ تر بل هر ځای کورونا وایرس ګڼ خلک نیولي او مړه کړي.

هلته د جانز هاپکنز پوهنتون د مې ۱۰مې له ارقامو سره سم، په کورونا وایرس د اخته خلکو شمېر ۳۲ مېلیونه او اووه لکه او اتو زرو ته په رسېدو دی چې له ډلې یې نېږدې ۵۸۲،۰۰۰ کسان مړه شوي.

په واشنګټن کې یوه پوهنتون بیا اټکل کړی چې ښايي په امریکا کې د کورونا وایرس ناروغۍ له لاسه د مړینو کچه تر نهو لکو تنو ورسېږي.

دې خوا د جنوبي اسیا په تر ټولو لوی هېواد هند کې بیا وبا مخ په زیاتېدو ده او د نورو انسانانو ژوند ګواښي.

هلته د مې پر نهمه (پرون) د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ د کووېډ-۱۹ له لاسه د مړینو شمېر له ۴،۰۰۰ کسانو واوښت.

په ټول هند کې د کورونا وایرس وړجنو شمېر ۲۲ میلیونه، ۶۶۲ زره او ۵۷۵ کسانو ته رسېدلی چې له ډلې یې څه باندې ۲۴۶،۰۰۰کسان مړه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG