د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې نیول شوی


جلال اباد ښار
جلال اباد ښار

د ننکرهار چارواکي وایي چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند د ملي امنیت ځواکونو یو تن ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو مخکې نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مې په لسمه نېټه مشال راډیو ته په خبرو کې ادعا کړې، چې نیول شوی کس عزیز الرحمن نومېږي او د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی دی او اعتراف یې کړی چې هلته د وسله والو طالبانو په لیکو کې جذب شوی او په جلال اباد ښار کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و.

خوږیاڼی زیاتوي چې نیول شوي کس په خپل اعتراف کې ویلي چې پلان یې لرلو چې په ملي امنیتي ځواکونو یا هم د ګڼې ګوڼې ځای کې ځانمرګی برید وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG