د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په تاجکستان کې خپله پوځي اډه قوي کوي


د تاجکستان او روس ولسمشران
د تاجکستان او روس ولسمشران

په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي حالات په خرابېدو دي د روس ولسمشر ولاديمير پوتين وايي د سيمه ييز امنيت ټينګښت لپاره په تاجکستان کې د خپلې پوځي اډې په پياوړې کولو کار کوي.

نوموړي د مې په اتمه له خپل تاجک سيال امام علي رحمان سره د ملاقات پرمهال دا هم وويل چې روس به د تاجکستان د پوځ په مضبوطولو کې هم مرسته وکړي.

تاجک ولسمشر د سپتمبر تر ۱۱مې له ګاونډې هېواد افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو د ایستل کېدو تر اعلان وروسته پر زياتېدونکې تاوتريخوالي اندېښنه وښوده. د دې په ځواب کې پوتين رحمان ته وويل چې له حالاتو خبر دی او هره ممکنه مرسته به ورسره وکړي.

په تاجکستان کې د روس پوځ ۲۱م موټور رايفل ډويژن ۷،۰۰۰ سرتېري په دريوو ځايونو کې پراته دي.

تاجکستان چې د پخواني شوروي اتحاد يو له غريبو هېوادونه وو، له روس سره نېزدې اقتصادي اړيکې لري او په سلګونه زره تاجکان په روس کې کار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG