د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سعودي په سفر دی


نوموړي ته د دې سفر بلنه سعودي وليعهد محمد بن سلمان ورکړې ده.
نوموړي ته د دې سفر بلنه سعودي وليعهد محمد بن سلمان ورکړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مې پر اوومه (نن) د سعودي عرب په درې ورځني سفر رياض ته روانيږي.

نوموړي ته د دې سفر بلنه سعودي وليعهد محمد بن سلمان ورکړې ده.

د پاکستان سرکاري راډيو خبر ورکوي چې عمران خان به له سعودي مشرانو سره پر اقتصاد، تجارت، پانګونې، توانايي او د پاکستانيو کارګرانو لپاره د روزګار پر مواقعو خبرې کوي.

پر دې سربېره به دواړې خواوې پر سيمه ييزو او نړيوالو چارو هم بحث کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم د مې له پينځمې په سعودي کې دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر ويلي چې د جنرل باجوه او د سعودي ځواکونو د مشر جنرل فياض الرووېلي تر منځ ليدنه کې پر دوه اړخيزه دفاعي چارو او سيمه ييز امنيت سربېره د افغان سولې پروسې په اړه هم خبرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG