د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۰۸ نور کسان وژلي


د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که خلکو د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره لارښوونې عملي نه کړي نو ټولبند به اعلان کړي. ارشیف-انځور
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که خلکو د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره لارښوونې عملي نه کړي نو ټولبند به اعلان کړي. ارشیف-انځور

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر يو شواروز کې نور ۱۰۸ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شويو ټوله شمېره ۱۸ زره ۵۰۰ اوړيدلې ده.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نور څلور زره ۱۹۸ تازه پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر شاوخوا اته لکه ۴۶ زره ته رسېدلې ده. خو په دې هېواد کې له اوه لکه ۴۳ زره نه زيات کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

بلخوا پنجاب حکومت د مې اتمې تر۱۶مې نېټې پورې په صوبه د مکمل ټولبند لګولو پرېکړه کړې ده.

دا فيصله د مې پرپنځمه د پنجاب صحت وزيرې ېاسمين راشد په مشرۍ کې شوې غونډه کې وکړې شوه.

د لاک ډاون دوران د غېر ضروري تګ راتګ مخنيوي لپاره د سورلو په ګاډو د بنديز سره د سېلګرۍ ځايونه به هم بند وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG