د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د حیات بلوڅ قاتل عسکر ته د مرګ سزا واوروله


د حیات بلوڅ د وژنې ضد بلوڅ زده کوونکیو لاریون
د حیات بلوڅ د وژنې ضد بلوڅ زده کوونکیو لاریون

له کوټې سهل ختیځ لور ته ۷۸۲ کلومیټره لیرې د بلوچستان کیچ ضلعې په تربت ښارګوټي کې یوه ځايي عدالت د چارشنبې پر ورځ د کراچۍ پوهنتون یوه زده کوونکي د وژنې په تور د سرحدي ځواکونو یوه عسکر ته د مرګ سزا اورولې ده.

دا پېښه پروسږ کال د د اګست میاشتې پر ۱۳مه نېټه هله رامنځ ته شوه چې کله د سرحدي ځواکونو یوه عسکر شادي الله په ډزو د کراچي پوهنتون د فزیالوجي زدکونکی حیات بلوڅ ووژل. نوموړی په چټیانو خپل کلي ته تللی وو او له خپل پلار سره یې د خورما په باغ کې کار کاوه.

له پېښې پس د حیات بلوڅ د پلاراو مور له لوري سخت احتجاج شوی وو او کله چې د هغوی د احتجاج عکسونه پررسنیو خپاره شول نو له هغه ورسته نه یوازي په پاکستان بلکې په نړيواله کچه یې پر ټولنیزو رسنیو د ولس سخت غبرګون راوپاراوه.

تر ههغه وروسته نه یوازې د حیات بلوڅ د قتل په تورکې د عسکر شادي الله په ضد مقدمه لاسلیک شوې وه بلکې پولیسو هغه نیولی هم وو.

د حیات بلوڅ د قتل مقدمه پینځه میاشتې په عدالت کې له چلېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه د سیشن کورټ تربت یوه جج رفیق لانګو د حیات بلوڅ د قتل په تور کې سپاهي شادي الله ته د مرګ سزا واوروله.

په دې مقدمه کې د حیات بلوڅ د کورنۍ له خوا جاړین دشتي ایډوکیټ مقدمه چلوله.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل چې ملزم خپله د حیات بلوڅ وژنه ومنله او جج هغه ته د زندۍ سزا واوروله.

جاړین دشتي ایډوکیټ واي د ملزم سره ۳۰ ورځې وخت شته چې د دې عدالتي فیصلې خلاف های کورټ ته ولاړ شي او که های کورټ دغه فیصله پر ځای وساتله نو بیا دی سپریم کورټ ته هم تللای شي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د حیات بلوڅ یوه ورور مراد بلوڅ وویل، پر عدالتي پرېکړه نه یوازې د ده مور او پلار بلکې ټول بلوڅ قام خوشاله او ډاډه دی. نوموړي زیاته کړه چې اوس باید پر دې پرېکړه ژر تر ژره فیصله وشي ځکه چې عدالت انصاف وکړ.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواڼی وايي د تربت له فیصلې دا ښکاره شوه چې عدالتونه ازاد دي او د حکومت له خوا په فیصلو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کېږي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۱۳مه نېټه د تربت په ابسر سیمه کې پر اېف سي ځواکونو په یوه چاودنه کې درې عسکر ټپیان شوي ول چې له دې پېښې پس د اېف سي عسکر شادي الله د خورما له باغه حیات بلوڅ نیولی وو او پر ده یې په سرکاري توپک ډزې کړي وې او وژلی یې وو. سرحدي عسکرو پر دې پېښه بښنه غوښتې وه او خپله تېروتنه یې منلې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG