د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا وايرس ۱۱۹ نور کسان وژلي


پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې په ملک کې روغتونونه د اکسیجن او نورو اسانتیاو له کمي سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر يو شواروز کې نور ۱۱۹ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شويو ټوله شمېره ۱۸ زره ۴۰۰ اوښتې ده.

د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې تر مخه په تېرو ۲۴ ساعتو کې نور څلور زره ۱۱۳ تازه پېښې ثبت شوي دي چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر اته لکه ۴۱۵۰۰ اوړيدلې دې. خو په دې هېواد کې له اووه لکه ۳۸ زره پورې کسان له کورونا رغېدلي هم دي.

په خیبر پښتونخوا کې وایرس تراوسه له ۱۲۱،۰۰۰ زيات کسان ناروغه کړي او ۳،۴۵۶ ترې مړه شوي دي.

بلخوا د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي دي چې د حکومتي اقداماتو وروسته د کورونا احتیاطي تدابیرو د عملي کولو کچه لوړه شوې ده او د مې څلورمې راهیسې د ۴۰ کالونو نه د ډېر عمر کسانو ته واکسین لګولو لړۍ پیل شوې ده.

په عین حال کې د روغتیا په چارو کې د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي، پاکستان به د روان کال تر نیمايي د کووېډ- ۱۹میلیونه نور واکسین ترلاسه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG