د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي جو بایډن د (G7) په غونډه کې ګډون وکړي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، هیله لري چې د جون په میاشت کې اروپا ته د خپل پلان شوي سفر په جریان کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپله مجوزه سرمشریزه جوړه کړي.

نوموړي د مې پر څلورمه د کورونا وایرس په اړه د امریکا غبرګون په اړه له یوې وینا وروستو خبریالاتو ته وویل چې دغه يې امید او تمه ده. او کار ورباندې کوي.

بایډن پلان لري چې د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو وروسته په خپل لومړني بهرني سفر بریتانیا ته ولاړ شي او هلته د جون د ۱۱ - ۱۳ کېدونکې د نړۍ د ۷ لویو صنعتي هیوادونو (G7) په غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړی به د جون پر ۱۴مه د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره برسلز ته ځي او هلته به د امریکا ـ اروپا په غونډه کې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو له مشرانو سره ویني.

ولسمشر بایډن تېره میاشت (اپرېل) په یو درېیم هیواد کې د یوې غونډې وړاندیز کړی وو چې په اوکراین کې د پوځي ګواښونو، انټرنیټي بریدونو، او په روسیه کې د اپوزیشن نیول شوي مشر الېکسي نیوالني سره د حکومتي سلوک په ګډون به پکې په هغه ټولو چارو خبرې وشي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې لا خرابوي.

د پوتین د بهرنۍ پالیسۍ لوړ پوړي سلاکار یوري ایشاکوف ویلي دي چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره په پلان کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG