میکسیکو : د ریل ګاډي په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي
په میکسیکو کې د میټرو ریل ګاډي په یوه پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي. د مې پر درېیمه د شپې مهال د دغه هېواد په میکسیکو ښار کې د میټرو پل په سړک غورځېدلی چې لاندې یې ګاډي هم ګیر کړي دي. چارواکي وايي په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۹ کسان ژوبل شوي هم دي او له ملبې د نورو مړيو یا ژوبلو د ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د فېسبوک تبصرې