د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوي


د پېښې ټپیان د باجوړ ښار روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د پېښې ټپیان د باجوړ ښار روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

په باجوړ کې تېره شپه په یوه چاودنه کې د ملېشه څواکونو دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، پېښه د مې پر درېیمه ړ شبې ۱۰ بجې خواوشا هغه مهال وشوه چې کله د ملېشه ځواکونو د ګزمې موټر د ماموندو په لغړۍ سیمه کې د سړک د غاړې پر ښخ شوي ماین وخوت.

ټپیان د باجوړ ښار روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG