د افغانستان د فراه روغتیايي چارواکي وايي، یوه ښوونځي ته نېږدې بمي چاودنې ۲۱ تنه ټپیان کړي دي.
د فراه د ولایتي روغتون رییس عبدالجبار شایق د مې پر درېیمه اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي په ټپیانو کې لږ تر لږه ۱۰ زده کوونکي دي چې عمرونه یې د اوو او ۱۳کلونو تر منځ دي.
هغه ویلي د درېیو ټپیانو وضع ښه نه ده.
د دې بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو وسله وال طالبان په سیمه کې موجودګي لري.