د پاکستان کورنيو چارو وزارت د مې پر درېیمه يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې هېواد کې به د مې له ۱۰مې تر ۱۵مې پورې د وړوکې اختر رخصتي وي.
د کورونا وبا زیاتېدونکيو پېښو ته په پام سره وزارت پر خلکو غږ کړی چې د اختر په ورځو کې د وایرس د مخنیوي په اړه پر حکومتي لارښوونو عمل وکړي.
د کورونا وایرس د مخنیوي ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر) د اپرېل پر ۲۸مه په خپلو هداياتو کې ويلي ول چې د اختر په ورځو کې به پر سېلګرۍ بندیز وي او د صوبو او ښارونو ترمنځ او په ښار کې دننه به ولسي ټرانسپورټ بند وي.
همداراز د دوايانو او خوراکي توکيو د دوکانونو او نوورو بنيادي اسانتياو له ځايونو پرته به ټول مارکېټونه بند وي.
د پاکستان روغتيا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا وایرس د لا نور خپرېدو مخنيوي لپاره ضروري ده چې ماسکونه وکارول شي، لاسونه بيا بیا په صابن ومېنځل شي او له يوه بله څخه شپږ فټه فاصله وساتل شي.