د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد د ازبکستان په سفر دی


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی.

نوموړی د مۍ پر دویمه(پرون) د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په بهیر خبرې کړي.

خلیلزاد بېګا په خپل ټوېټر لیکلي، له کاملوف سره په خبرو کې دواړه خواوې پری سلا شول چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یو ټول شموله سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره فوري هڅې وکړي چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پرې پای ته ورسېږي.

خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، رابطه کارۍ او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ په دوحه کې وو چېرته چې ده د طالبانو او افغان حکومت له مرکچي ټیمونو سره جلا جلا لیدلي وو او د امریکا له خوا یې د سولې د پروسې لپاره د پوره همکارۍ او هڅو ډاډ ښودلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG