له ايران سره په ۲۰۱۵ز کال کې په شوي اټومې تړون کې شاملو هېوادونو د مې پر لومړۍ نېټه د خبرو اترو درېيم پړاو سر ته ورسېد.
د دغو خبرو تمرکز پر دې وو چې ايران او امريکا د اټومې تړون په بشپړه توګه عملي کولو ته اړ کړي، خو په ويانا کې مرکچيان د راتلونکو کارونو په اړه متضادې رايې لري.
د چين، جرمني، فرانسې، روسيې، برتانيې او ايران لوړ پوړو چارواکو وويل چې خبرې اترې يې د مې اوومې پورې ځنډولې دي.
د درو اروپايي هېوادونو فرانسې، برتانيې او جرمني سفارتکارانو ويلي دي چې خبرې اترې په ورو پرمخ ځي.
دې سفارتکارانو په يو بيان کې وويل، ”کار ورته ډېر دی، او لږ وخت پاتې دی. په همدې تناظر کې دوی هيله من ول چې روانه اوونۍ په خبرو کې زيات پرمختګ وشي.“
د خبرو اترو تمرکز د واشنګټن او تهران لپاره داسي تګلاره جوړول دي چې امريکا بنديزونه لېرې کړي او ايران پر خپل اټومي پروګرام محدوديتونه بحال کړي.
د ايراني پلاوي مشر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي ټينګار وکړ چې تهران له واشنګټنه تمه لري چې د تېلو، بانکونو، وګړو او ادارو په ګډون پر ګڼو څانګو محدودیتونه ليرې کړي.
تر دې مخکې د امريکا امنيت سلاکار جيک او سولېوان وويل چې خبرې اترې پر يو غير واضحه ځای درېدلې دي.