د قيرغیزستان او تاجکستان چارواکي د جنګ له ليکو د خپلو پوځيانو په پر شا کولو سلا شوي دي.
دا پرېکړه د مې پر لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو د ملي امنيت د مشرانو په خبرو کې شوې ده.
تر دې مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې له ۴۰ زیات کسان ووژل شو.
د دواړو غاړو چارواکو په باتکين سيمه کې سره وليدل او د ځواکونو په شا کول یې اوربند ګڼلی.