د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن نن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه اعلانوي


ولسمشر جوبایډن
ولسمشر جوبایډن

سپینه ماڼۍ وايي ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه (د اپرېل ۱۴مه) له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي.

د ولسمشر جو بایډن دغه پرېکړه به په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړي.

له دې سره به ټول امریکايي ځواکونه پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو د شلم کال له پوره کېدو سره هم ­مهاله له افغانستانه ووځي.

سرچینې زیاتوي، تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا دفاع وزیر لایډ اسټن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن چارشنبه(د وري ۲۴مه) د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ناټو چارواکو ته معلومات ورکړي.

د امریکا په رهبرۍ نړیوالو ځواکونو په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان حمله وکړه، د طالبانو رژیم یې نسکور کړ چې له القاعده شبکې سره په اړیکو تورنه وه.

القاعده شبکه پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو اصلي طراحه وه چې نږدې ۳۰۰۰ کسان یې په نتیجه کې ووژل شول.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، دا مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي، خو څه موده مخکې د دغو ځواکونو شمېر ۳۵۰۰ ښوول شوی و.

د امریکايي ځواکونو تر څنګ د ناټو شا او خوا ۷۰۰۰ سرتېري هم دا مهال په افغانستان کې په پوځي ماموریت بوخت دي.

د هغې موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه د طالبانو او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ترمنځ لاسلیک شوې وه، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتلو ته د مې میاشتې لومړۍ نېټه مهلت ټاکل شوی و، خو په دې شرط چې طالبان د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره پر خپله ژمنه عمل وکړي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي
دا مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي

ولسمشربایډن په وروستیو کې ویلي، پر ټاکلي مهلت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل په لوژستیکي لحاظ ګران کار دی.

وسله والو طالبانو ویلي، که نړیوال ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه و نه وځي، د هغوی پرضد به خپلې حملې بیرته پیل کړي.

جو بایډن له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په باب په داسې حال کې اعلان کوي، چې ترکیې په سېشنبه (پرون) وویل، د افغانستان په اړه لس ورځنی نړیوال کنفرانس د اپرېل پر۲۴ مه پیل او د مې میاشتې تر څلورمې دوام کوي.

تردې مخکې په رسنیو کې ویل شوي وو چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶ مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶ مه په غونډه کې دوی ګډون نه شي کولی.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ترکیې غونډه د طالبانو د مستقیمې غوښتنې له مخې، د دوی د طرحې د نه چمتووالي او پر اجنډا د کافي بحث نه کولو له کبله د اپرېل ۲۴مې ته وځنډول شوه."

بلخوا طالبان وايي، تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، هېڅ داسې کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پریکړه په کې کېږي.

دا خبره د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه په خپل یوه ټویټ کې کړې ده.

د افغانستان دولت ویلي چې د استانبول غونډې ته چمتووالی لري.

د ترکیې د بهرنیو وزارت په پرونۍ اعلامیه کې راغلي، د استانبول د غونډې عمده هدف په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د پيل شوېو مذاکرو بشپړېدل او پر پایداره سیاسي جوړجاړي سلا کېدل دي.

د ۲۰۲۰میلادي کال په سېپټمبر میاشت کې د مذاکرو له پیل سره خلکو هیله درلوده چې په افغانستان کې به د جګړو شدت کم شي، خو د اورکم نښه نه ترسترګو کېږي او طالبانو هم دایمي اوربند ته چمتووالی نه دی ښوولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG